یکشنبه, فبروري 15, 2026
یکشنبه, فبروري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانانو فکري غورځنګ د طالبانو “جزايي قانون ” په کلکو ټکو وغانده

کابل – د افغانانو فکري حرکت د طالبانو له لوري د تازه صادر شوي تش په نامه «جزايي قانون» کلکه غندنه وکړه. د دغه غورځنګ په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا سند د افغانستان د ټولنیز جوړښت، انساني کرامت او مدني ارزښتونو پر وړاندې یو ښکاره او جدي ګواښ دی. اعلامیه کاږي، چې دا قانون د ولس له استازو نه دی تصویب شوی، د مشروع تقنیني بهیر پایله نه ده او هیڅکله به د ملي حقوقي نظام ونه ګڼل شي. اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د دغه سند موخه د عدالت تأمین نه، بلکې د واک د انحصار، د وېرې خپرولو او د ټولنې د رسا غږ چوپول لپاره دی. په سند کې سیستماتیک تبعیض په رسمي ډول ځای پر ځای شوی او ټولنه په لړۍ لرونکو طبقو وېشل شوې ده. د انسان ارزښت د فکر او وجدان پر ځای د اطاعت او تابعیت سره تړل شوی دی. په ځانګړي ډول، د ښځو له ټولنیز، سیاسي، علمي او مدني ژوند څخه سیستماتیک کوښه کول د اعلامیې له مهمو ټکو څخه دي. ښځې د بنسټیزو انساني او مدني حقونو له برخې بې برخې کېږي او د ټولنې له فعاله او فکري شتون څخه ایستل کېږي. یاد فکري غورځنګ وايي چې دا چلند د ټول افغان ملت د فکري، اقتصادي او ټولنیز راتلونکي لپاره لوی خطر دی. اعلامیه په پای کې ټینګار کوي، چې دا سند د ملت جوړونې پر ځای ټولنه د ماتېدو، ژور قطبي کېدو او دوامدار ټکر پر لور بیایي خو یاد غورځنګ تل د افغانانو د انساني او مدني حقونو دفاع ته ژمن دی.

- Advertisment -spot_img