شنبه, فبروري 14, 2026
شنبه, فبروري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روان ژمي کونړ کې د زلزله ځپلو ژوند لاپسې سخت کړی

سېف دي چلډرن (Save the Children) مرستندویې موسسې راپور ورکړی، چې په افغانستان کې درنه واوره د هغو زرګونو ماشومانو روغتیايي خطرونه لا زیاتوي، چې لا هم له پنځو میاشتو وروسته، د زلزلو له امله په ویجاړو شویو سیمو کې په خېمو کې اوسي. د طالبانو تر کنټرول لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، واورې او سختې یخنۍ لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه کړي، تر ۱۰۰ ډېر یې ټپیان کړي او شاوخوا ۴۵۰ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي دي. تېر کال د اګست پر ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې تر ټولو مرګونې زلزله وشوه، چې نژدې ۲،۰۰۰ کسان پکې مړه شول او تر ۸،۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شول. بې کوره شوي ماشومان او کورنۍ اړ شوي چې په خېمو کې واوسي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، شاوخوا ۵،۷۰۰ کورنۍ لا هم په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په موقتي کمپونو کې اوسي. سېف دي جلدرن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «منفي صفر درجه هوا او واورې د افغانستان د ختیځ په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی. پنځه میاشتې وروسته له هغې چې زلزلو په کونړ کې د خلکو ژوند او د عاید سرچینې واخیستې، ډېری ماشومان او د هغوی کورنۍ لا هم یوازې خېمې لري، چې ورته کور ووایي. یوازې ترپال (پلاستیکي شیټ) یې له درنې واورې، یخو بادونو او سختې یخنۍ څخه ساتي. دا سخته سړه هوا پر هر ماشوم اغېز کوي. یخ او لوند چاپېریال کوچنيو ماشومانو ته د سختو تنفسي ناروغیو، لکه سکاروي (نیمونیا)، خطر ډېروي.

- Advertisment -spot_img