د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ، له هغه وروسته چې د افغانستان د جګړې په اړه د امريکا د متحدينو د رول په اړه د پخوانیو څرګندونو له امله له پراخو نیوکو سره مخ شو، خپل دریځ بدل کړ او د بریتانیا ځواکونه یې د «زړورو جنګیالیو» په توګه وستایل. ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټويټ کړی، چې بریتانیايي سرتېري تل د امریکا ترڅنګ ولاړ پاتې شوي او په افغانستان کې د ۴۵۷ بریتانیايي سرتېرو وژل کېدو ته په اشارې سره یې هغوی د «تر ټولو سترو جنګیالیو» له ډلې وبلل. دا په داسې حال کې ده، چې هغه تر دې مخکې ټرمپ ویلي وو، چې اروپايي متحدين په افغانستان کې د « جګړې د لومړیو کرښو لږ شاته» ځای پر ځای وو؛ هغه څرګندونې، چې د اروپايي چارواکو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې. د بریتانیا صدراعظم، کییر سټارمر، دغه خبرې «سپکوونکې» وبللې او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول څرګندونې د جګړې د قربانیانو کورنۍ خوابدي کوي. شهزاده هري هم د سرتېرو د قربانیو د درناوي غوښتنه وکړه. بریتانیا له امریکا وروسته په افغانستان کې تر ټولو ستر لوېدیځ پوځي شتون درلود او د مأموریت په اوج کې یې شاوخوا ۱۱ زره سرتېري په دغه هېواد کې ځای پر ځای کړي وو. په ټوله کې، په دې جګړه کې ۲۴۵۶ امریکايي او ۴۵۷ بریتانیايي سرتېري ووژل شول. د بریتانیا د صدراعظم دفتر اعلان کړی، چې سټارمر له ټرمپ سره په ټیلیفوني اړيکه کې د دې موضوع په اړه خبرې کړې او د دواړو هېوادونو د ځواکونو پر ګډو قربانیو ټینګار شوی دی.



