شنبه, فبروري 14, 2026
شنبه, فبروري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله په څو ولایتونو برېښنا پرې شوې

د طالبانو تر ولکې لاندې برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبيکستان څخه واردېدونکي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد د تخنیکي ستونزې له امله د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده. د یاد شرکت په وینا، دغه ستونزه د پلخمري او کابل ترمنځ د برېښنا د لېږد په مسیر کې د سختو بارانونو، واورې اورېدو او توپان له امله رامنځته شوې ده. د دې ستونزې له امله پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، میدان‌وردګ، غزنی، لوګر، پکتیا، خوست او د بغلان ولایت ځینې سیمې د برېښنا له کمښت او پرله‌پسې پرې کېدو سره مخ شوي دي. برېښنا شرکت زیاته کړې چې د سالنګ په مسیر کې د سختې واورې اورېدو له امله تر اوسه د ستونزې دقیق ځای نه دی تشخیص شوی او تخنیکي ټیمونه اړ دي تر هغه وخته انتظار وباسي چې د هوا وضعیت ښه شي. د یاد شرکت پر وینا، کله چې هوا مناسبه شي، تخنیکي ټیمونه به د ستونزې د تشخیص او حل لپاره سیمې ته واستول شي. په ورته وخت کې، برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ترکمنستان څخه بلخ او فاریاب ته د واردېدونکې برېښنا د لېږد په لین کې تخنیکي ستونزه حل شوې او په بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د برېښنا جریان بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

- Advertisment -spot_img