لوګر کې د باختری- یوناني پېر اووه ویشت نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په ایکسپاڼه لیکلي، چې دغه سیمې د باختري-یوناني او اسلامي دورو مربوط دي. د بیان له مخې دا اووه ویشت لرغونې سیمې د لوګر د مرکز پل علم ترڅنګ په څرخ، بره کي برک، خروار او ازره ولسوالیو کې موندل شوي او د لرغونو سیمو په ملي ډیټابیس کې ثبت شوې دي



