پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رودریګز: هېڅکله به د کومې امپراتورۍ مستعمره نه‌ شو

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د وینزویلا سترې محکمې د ولسمشر مرستیاله ډیلسي رودریګز د سرپرستې ولسمشرې په توګه ټاکلې ده. آغلې رو‌ډرېګز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، وینزویلا به هېڅکله د امریکا مستعمره نه شي. هغې ټینګار کړی، چې د دې هېواد خلک د خپل حاکمیت، سرچینو او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو دي او اجازه به ورنه کړي، چې د وینزویلا طبیعي شتمنۍ تر بهرني کنټرول لاندې راشي. رودرېګز همداراز د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې او ویلي يې دي، د وینزویلا یوازینی مشروع ولسمشر نیکولاس مادورو دی. نوموړې ویلي: «د وینزویلا ټول ملي ځواک د مادورو له نیول کیدو وروسته په ټول هېواد کې ځای پر ځای شو.» هغې د چین او نورو هیوادونو څخه د دوی د ملاتړ لپاره مننه او ادعا یې وکړه چې د متحده ایالاتو اقدامات “صهیونیسټ رنګ” لري. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا به د انتقالي دورې تر پایه د وینزویلا مشري پر غاړه واخلي او د امریکا د نفتو لوی شرکتونه به دغه هېواد ته ولېږل شي. امریکا تېره ورځ پر وینزویلا له پوځي برید وروسته د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن ونیول.

- Advertisment -spot_img