جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات کې د کاریګرو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

 په هرات کې ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې د ژمي د یخنۍ او اقتصادي ننګونو له امله په دغه ولایت کې کاریګرو ماشومان له ناوړه وضعیت سره مخ شوي دي. سرچینو ویلي چې د دغو ماشومانو ګڼ یې د کورنیو سرپرستان دي او ځينې له دې کبله چې کورونه یې له کارځایه لرې دي، د ژمي شپې د سړکونو ترڅنګ او تړلو دوکانونو په مخکې تېروي. د سرچینو په خبره، سختې یخنۍ، د وروستیو ورځو ورښتونو او کمې ګټې وټې دا ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي. ځايي سرچینو زیاته کړې چې دا ماشومان د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره درانه کارونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ټینګار کړی و چې هر ماشوم باید په یو خوندي، سالم او له ګواښ پرته چاپېریال کې وده وکړي او له زده‌کړو، مناسبې تغذیې او ټولنیز ملاتړ څخه برخمن اوسي.

- Advertisment -spot_img