پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکايي اندکور : په ۲۰۲۶ کې نړیوال امنیت ته خطرونه زیاتېږي

يوه امريکايي اندکور (فکري مرکز) خبرداری ورکړی چې له هند او افغانستان سره د پاکستان ناندرۍ ښايي په ۲۰۲۶ کال کې يو ځل بيا پر وسله‌والې نښتې واوړي، چې له امله به یې جنوبي اسيا د نړۍ تر ټولو په خطرناکې سیمې بدله شي. د امريکا د فکري مرکز «کونسل آن فارن ريليشنز» یا د بهرنیو اړیکو شورا د تازه راپور له مخې، نړۍ په چټکۍ سره د بې‌ثباتۍ او تاوتريخوالي په لور روانه ده، او امکان شته چې په ۲۰۲۶ کال کې ګڼې خطرناکې نړيوالې شخړې رامنځته شي، چې نړيوال امن او د امريکا ملي امنيت ته به جدي ګواښونه پېښ کړي. په راپور کې وړاندوينه شوې چې په غزه، اوکراين، پاکستان، هند او افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لوړېدای شي، په داسې حال کې چې په افريقا او منځني ختيځ کې بحرانونه لا پسې شديد کېدای او بشري ناورينونه زياتېدای شي. راپور خبرداری ورکوي چې د نړيوال امنیت لپاره ګواښونه له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

- Advertisment -spot_img