چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان د نړیوالو جنايي جرمونو په ١١ نوملړ کې راغلی

د نړیوالو جرمونو د څېرنو مرکز، د ۲۰۲۵ کال د نړیوال جنایي جرمونو نوې درجه‌بندي ښيي چې افغانستان د نړیوالو جنايي جرمونو ترسراوي برخه کې یوولسم نوملړ کې راغلی دی. په دغو جرمونو کې غیرقانوني فعالیتونه، ناقانونه سوداګري او له قاچاقي شبکو سره راکړه ورکړه بلل شوې. د دغې درجه بندۍ له مخې،  افغانستان کې د خصوصي سکټور لویه برخه په غیررسمي اقتصاد پورې اړه لري او شاوخوا ۸۰ سلنه اقتصادي فعالیتونه د رسمي قوانینو څخه بهر ترسره کېږي چې دا وضعیت د جنایي فعالیتونو د څار او کنټرول په برخه کې ننګونې رامنځ‌ته کوي. راپور کې یادونه شوې چې اقتصادي کړکېچ او سخت اقتصادي شرایط هم د غیرقانوني پیسو مینځلو، ناقانونه مالي خدمتونو او قاچاقي شبکو د پراختیا لامل شوي دي. په دې درجه‌بندۍ کې مکسیکو د جنایي بازارونو تر ټولو لوړه درجه لري او وروسته میانمار او کولمبیا راځي. په داسې حال کې ایران، نایجیریا، کینیا، برازیل، روسیه، ترکیه، هندوستان او پاکستان هم په دغه نوملړ کې شامل دي. د نړیوالو جنايي جرمونو بنسټ هر کال په نړۍ کې د جنايي جرمونو په تړاو راپور وړاندې کوي او له دې لارې غواړي چې حکومتونه، نړیوال بنسټونه او پالیسۍ جوړونکي وکولای شي په اغېزمنه توګه د جنايي شبکو پر وړاندې لاس په کار شي.

- Advertisment -spot_img