د ترکیې په پلازمېنه انقره کې لسګونو زرو خلکو د یوې قضايي دوسیې پر وړاندې لاریون کړی، چې ممکن د اصلي مخالف ګوند د مشر د ګوښه کولو لامل شي. دا قضیه د ګوند د سلګونو غړو پر وړاندې د یو کال اوږدې قضايي ځپنې برخه ګڼل کېږي. لاریون کوونکو تېره ورځ د ترکیې بیرغونه او د ګوند بینرونه له ځان سره لېږدول او د جمهور رییس رجب طیب اردوغان د استعفا غوښتنې یې کولې. یوه محکمه به په انقره کې د دوشنبې په ورځ د « خلق جمهوري غوښتونکي ګوند» (CHP) د ۲۰۲۳ کال کانګرس د اعتبار یا ابطال په اړه پرېکړه وکړي، ځکه د “قانوني سرغړونو” له تورونو سره مخ دی. دا پرېکړه ممکن په ګوند کې تحول رامنځته، مالي بازارونه ګډوډ کړي او حتی د ۲۰۲۸ کال د عمومي ټاکنو وخت اغېزمن کړي. محکمه کولی شي دا پرېکړه وځنډوي.



