د پاکستان امنیتي ځواکونو له افغانستانه د ترهګرو د نفوذ د مخنیوي په موخه د خیبر او باجوړ په سیمو کې د سرحدي څارنې د سختولو لپاره یوه نوې سټراتیژي غوره کړې، چې موخه یې د وسلهوالو ډلو د اکمالاتي لارو او سرچینو بندول دي. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې په دغه اقدام کې په حساسو برخو کې سختې ګزمې، پراخ او محدودو استخباراتي عملیات او په خپلو اوسنيو موقعیتونو کې د ترهګرو محدودول شامل دي. د راپور له مخې، رسمي سرچینو ویلي، چې دا سټراتیژي په ځانګړې توګه پر (ټيټيپي) متمرکزه ده، چې د کنټرول مرکزونه یې په افغانستان کې دي او د مهماتو، مالي سرچینو او بشري ځواک د اکمالاتو په بندېدو سره به د هغوی عملیاتي وړتیاوې کمزورې شي. د پاکستان چارواکو ټینګار کړی، چې راتلونکې شپږ میاشتې یعنې له سپټمبر تر فبروۍ میاشتې پورې د دې ستراتیژي د پلي کولو لپاره تر ټولو مناسب وخت دی. ویل کېږي چې د ژمي په موسم کې ډېری وسلهوالې ډلې بېرته په افغانستان کې خپلو پټنځایونو ته ستنېږي یا په سرحدي سیمو کې استراحت کوي او خپلې سرچینې بیا تازه کوي.



