دوشنبه, دسمبر 8, 2025
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټاکل شوې ايران له افغانستان سره سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، سید محمد اتابک په مشرۍ لوړپوړی ایراني پلاوی نن له غرمې مخکې کابل ته راغلی دی. سرچینو رسنیو ته ویلي، چې ټاکل شوې، دا ایرانی پلاوی د افغانستان او کانونو او پټرولیم او همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسوولینو سره وګوري. د سرچینې په وینا چې د سید محمد اتابک په مشرۍ راغلی پلاوی به له طالب چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي. پرون سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې نن، دوشنبې به د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته سفر وکړي. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې راغلی پلاوی به د طالبانو له کومو مشرانو سره تر ډېره پر کومو مسایلو خبرې وکړي، خو د سرچینو د معلوماتو له مخې چې کابل ته د سید محمد اتابک له سفر یوه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ده. د ویلو ده چې تر دې مخکې هم ګڼو ایراني چارواکو افغانستان ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې.

- Advertisment -spot_img