دوشنبه, دسمبر 8, 2025
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ټي‌ټي‌پي د بریدونو زیاتوالي د پاکستان او طالبانو اړيکې نورې هم ترینګلې کړې

پاکستاني رسنۍ ويلي، چې د پاکستان د امنیتي اندېښنو پر وړاندې د طالبانو بې‌پروايۍ او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) له‌خوا د بریدونو زیاتوالي د دواړو لورو اړیکې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټې کړې دي. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د (ټي‌ټي‌پي) غړي بې‌وسلې کړي او تاوتریخجن فعالیتونه یې کنټرول کړي، خو طالبانو له ډېرو ژمنو سره سره په دې تړاو هېڅ اقدام نه دی کړی. د راپور له مخې، طالبانو په دې تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې پاکستان د خپل امنیتي نظام د کمزوریو د پټولو لپاره د وسله‌والو بریدونو پړه پر دې ډلې اچوي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې وروستیو کې له کابله غوښتي، چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو غوره کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې له پولې د اخوا بریدونو دوام د اسلام‌اباد لپاره د منلو وړ نه دی. په وروستیو میاشتو کې پاکستان د افغانستان په ولایتونو کې د (ټي‌ټي‌پي) پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي او دغه راز یې سوداګریز محدودیتونه لګولي او د افغان کډوالو د اېستلو بهیر یې پراخ کړی څو طالبان د خپل چلند بدلولو ته اړ کړي. د ډیپلوماټیکو خبرو له بیا پیلېدو او د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو له سفرونو په تېره بیا د روان کال په پسرلي کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د اسحاق ډار له سفر سره سره، اسلام‌اباد وايي چې د (ټي‌ټي‌پي) د کنټرول لپاره د طالبانو ژمنې لا هم نه دي عملي شوې.

- Advertisment -spot_img