پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

دوحه کې د قطر د ملاتړ لپاره د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو بیړنۍ غونډه

وروسته له هغې چې اسرائیل تېره اوونۍ په دوحه کې د حماس ډلې مشران په نښه کړل او دوحې ته یې خبرداری ورکړ، د عربي او اسلامي هېوادونو مشران د قطر د ملاتړ لپاره په دوحه کې غونډه کوي. دغه برید په خلیج کې د امریکا متحد عربي هیوادونه دیوه ګډ دریځ لپاره سره نږدې کړل. تمه کېږي چې نن دوشنبې په دوحه کې د عربي-اسلامي هېوادونو مشران د قطر د ملاتړ لپاره په دوحه کې سره راغونډ شي. دا وروسته له دې چې تېره اوونۍ اسرائیل د قطر پلازمېنه کې د حماس ډلې مشران په نښه کړل. دغه برید، چې حماس وايي د دوی پنځه غړي یې ووژل، خو د دوی لوی مشران په کې نه دي وژل شوي، په خلیج کې د متحده ایالاتو متحد عربي هیوادونه وهڅول چې خپلې اړیکې نږدې کړي. د دغه برید له امله د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ اړیکې چې په ۲۰۲۰ کال عادي شوې بېرته ترینګلې شوې. حماس ډله د متحدو ایالاتو او اروپايي ټولنې لخوا یو تروریستي سازمان پېژندل شوی دی. دغه بیړنۍ سرمشریزه، چې د عربي لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان غړي سره راټولوي، پرون يکشنبې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې پیل شوه ترڅو د یوه پریکړه لیک د مسودې په اړه بحث وکړي. د رویترز د خبري اژانس د رپوټ په اساس د عرب لیګ عمومي منشي احمد ابوالغیط الشرق الاوسط ویلي: دا غونډه یو پیغام رسوي، چې قطر یوازې نه دی … او عربي او اسلامي هیوادونه یې تر شا ولاړ دي. د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو په دوحه کې برید په اړه نړیوال انتقادونه رد کړل او د تېرې چهارشنبې په ورځ یې قطر ته خبرداری ورکړ، چې د حماس ډلې مشران اخراج کړي یا دې عدالت ته وسپاري او که دوحه دا کار ونه کړي، نو اسرائیل به یې وکړي. قطر ، د غزې د دوه نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهم منځګړي هېواد اسرائیل د سولې د زیارونو په تخریب تورن کړ او په نتانیاهو یې هم تور ولګاوه چې “دولتي تروریزم” ته یې مخه کړې. د امریکا پلوي هیواد متحده عربي امارات، چې د ابراهیمي تړون په اساس یې له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړي، په قطر کې د شوي برید او د نتانیاهو په وروستیو څرګندونو باندې د احتجاج د اسراییلو مرستیال سفیر احضار کړ او دغه څرګندونې يې له دښمنۍ ډکې وبللې.

- Advertisment -spot_img