یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټاکل شوې نږدې ورځو کې د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راشي

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ټي ټي پي جنګیالیو له خوا د پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په راتلونکو ورځو کې طالبانو ته د اسلام آباد پیغام رسوي. جیونیوز د خپلو ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ځانګړی استازی محمد صادق به په نږدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي. د راپور له مخې، محمد صادق به د طالبانو له خوا د ټي ټي پي د ملاتړ په تړاو د اسلام آباد جدي اندېښنې شریکې کړي. دا موضوع په داسې حال کې مطرح شوې چې په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۲۰پاکستاني سرتېري په خيبر پښتونخوا ایالت، په ځانګړې توګه ډېورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو بریدونو کې د ټي ټي پي جنګیالیو له خوا وژل شوي دي. د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف تېره ورځ په سخته ژبه له طالبانو وغوښتل چې د اسلام آباد او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب کړي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف خبرداری ورکړی، چې که طالبان د ټي ټي پي ملاتړ ته دوام ورکړي، اسلام آباد به له افغانستان سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه پرې کړي. نوموړي زیاته کړې،چې یو شمېر افغانان په پاکستان کې په ځینو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وو او زیاته کړې یې ده، چې ناقانونه افغان کډوال به ډېر ژر له پاکستانه و اېستل شي. د جیونیوز د راپور له مخې، طالبانو له پاکستان سره ژمنه کړې وه چې په ټي ټي پي سره به همکاري نه کوي، خو په وروستیو ورځو کې له خپلې دې ژمنې په شا شوي دي.

- Advertisment -spot_img