جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو په هرات کې یوه نجلۍ د ساینسي مضمونونو د تدریس په تور زنداني کړې

په هرات کې ځايي سرچینې وايي، چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر محتسبانو شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې یوه نجلۍ نیولې او په حوزې کې یې له څو ورځني توقیف وروسته، زندان ته لېږلې. سره له دې چې کورنۍ یې د خلاصون لپاره هڅې کړې دي. ځايي سرچینو ویلي، چې د دې نجلۍ د نیولو لامل په یوه ښوونیز مرکز کې د ریاضي او څو نورو مضمونونو تدریس دی. د سرچینو په خبره، په وروستیو ورځو کې څو نورې نجونې هم په بېلابېلو پلمو نیول شوې، په داسې حال کې چې ډېرو یې د قانون خلاف کوم کار نه دی کړی. دې پېښې په هرات کې د تعلیمي محدودیتونو او پر ښوونکو او زده‌کوونکو د فشار په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په بېلابېلو پلمو ګڼې نجونې او مېرمنې نیولې، شکنجه کړې او بندیانې کړې دي.

- Advertisment -spot_img