سه شنبه, دسمبر 9, 2025
سه شنبه, دسمبر 9, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان پوځ د وسله والو په حملو کې د ۱۹ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

د پاکستان پوځ تائید کړې، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې نولس تنه پوځیان د شنبې په ورځ په وسله والو حملو کې وژل شوي دي. پوځ پرون په یوه بیان کې ویلي، چې لومړی بريد د جنوبي وزیرستان په بدر نومې سیمه کې هغه مهال وشو، چې وسله والو د پاکستان د پوځ د موټرو پر کاروان برید وکړ. په بیان کې راغلي، چې په دې نښته کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ تنه وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي پر خپلو ټولنیزو پاڼو ومنله. پوځ په یوه جلا بیان کې په کوز دیر کې هم په یوه نښته کې د ۷ سرتېرو او ۱۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی. بیان زیاتوي نښته هغه مهال پیل شوه، چې امنیتي ځواکونو د وسله والو یو پټنځای وموند. پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په افغانستان کې دي، خو افغان طالبانو دا ادعا په ځلونو رد کړې او وايي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه د افغانستان غاړې ته نه اچوي.

- Advertisment -spot_img