یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هندي ډیپلومات د وتلو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هندي ډیپلومات «هریش کومار» په عادي ډول او د خپلې دندې له پای ته رسېدو وروسته له افغانستانه وتلی دی. د وزارت ویاند «عبدالقهار بلخي» ټینګار کړی، چې د رسنیو راپورونه د کومار د ایستلو په اړه ناسم دي او هغه د «نامطلوب عنصر» په توګه نه دی اعلان شوی. ځینو رسنیو وړمه ورځ ادعا کړې وه، چې طالبانو یو هندی ډیپلومات هریش کومار ځکه له افغانستانه ایستلی، چې د دوی له مخالفو څېرو سره یې لیدلي او خبرې کړي وې. د سرچینو پر وینا، نوموړي هند او قطر ته په خپلو سفرونو کې د طالبانو له مخالفو مشرانو سره د غونډو د جوړولو په اړه سلا مشورې کړې وې. د هند د رسمي دولتي اسنادو له مخې، په بهر کې د دې هېواد د ډیپلوماتانو ماموریت عموماً درې کاله وي او که اړتیا وي، تمدیدېږي،خو څېړنې ښيي چې د کومار حضور په افغانستان کې له درې میاشتو هم کم دوام کړی دی. هند چې د افغانستان د پخواني حکومت له نژدې شریکانو څخه و، اوس له طالبانو سره محتاطې اړیکې ساتي. سره له دې، د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره یې په محدوده کچه ډیپلوماتان کابل ته استولي دي. د هندي ډیپلومات د اېستلو او یا د ماموریت د پای ته رسېدو په اړه خبرونه په داسې حال کې خپرېږي، چې طالبان لا هم د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې دي او د هېوادونو او له خپلو کورنیو مخالفانو سره د ډیپلوماتانو د اړیکو په اړه خورا حساس دي.

- Advertisment -spot_img