د افغانستان لپاره د چین، روسیې، ایران او پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان په اړه سره راټول او بحثونه یې کړي دي. د چین ځانګړي استازي «یو شیایونګ» ویلي، چې د افغانستان په اړه دا څلور اړخیزه غونډه د تاجيکستان په کوربهتوب د شانګهای هماریو سازمان د غونډې په څنډه کې شوې ده. د نوموړي پر وینا؛په دې غونډه کې د افغانستان اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوې، همدا راز د افغانستان د بیارغونې په برخه کې پر ګډو هڅو ټینګار شوی دی. د چین ځانګړي استازي دا نه دي ویلي، چې په غونډه کې یې د افغانستان اړوند اصلي تمرکز پر کومه موضوع شوی دی. په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د استازو ترمنځ پر افغانستان بحثونه او خبرې خورا زیات شوي دي. د ویلو ده چې د پاکستان په ګډون ځینې ګاونډي هېوادونه داسې مهال پر افغانستان بحث کوي، چې د خپلو هېوادونو اقتصادي او امنیتي وضعیتونه یې ترینګلي ښکاري. دوی په دې کتنو کې ډېر ځله په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د شتون په اړه هم اندېښنې مطرح کوي، هغه ادعاوې چې طالبانو په ځلونو رد کړي دي.



