د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې خبرداری ورکړی، چې دا مهال په افغانستان کې ۹،۵ میلیونه وګړي د خوړو له شدید کمښت او ۱،۶ میلیونه په بېړني وضعیت کې قرار لري. د راپور له مخې د خوړو نړیوال سازمان د اپریل او جون میاشتو ترمنځ توانېدلی چې له ۸ میلیون افغانانو سره د ۵۰ زرو مټریک ټنو خوراکي توکو او ۳۱ میلیون ډالرو نغدي مرستې وکړي. په راپور کې زیاته شوې که څه هم د بودیجې د کمښت له امله ظرفیت په جدي توګه کم شوی خو په اوس وخت کې د شاوخوا یو میلیون کسانو ملاتړ کولای شي. راپور کې ویل شوي چې د ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ د درملنې پروګرام ۶۰ سلنه کم شوی، چې له امله یې ۱،۲ میلیونه تر پنځه کلنۍ ښکته ماشومان او شاوخوا نیم میلیون ښځې له اړینې روغتیایي پاملرنې بې برخې پاتې شوي دي. په راپور کې افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه شمېرل شوی،چې په دې هېواد کې میلیونه خلک لاهم تر سختېدونکو شرایطو لاندې له لوږې او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې راپور کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د لوږې ختمېدو او زیانمنو ټولنو د ژغورنې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده او که بېړنی اقدام ونه شي په داسې حال کې چې د ژمي موسم په راتلو دی دغه ستونزې به لا ژورې شي.



