د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۱۰ میلیون ډالرو په پانګونه د برقي موټرسایکلونو او رېکشاوو د تولید او بستهبندۍ یوه فابریکه جوړه شوې ده. د دې فابریکې مسئولین وايي، غواړي د برقي وسایطو په عرضه کولو له لارې د چاپېریال د ککړتیا کمولو کې فعاله ونډه ولري. د دې فابریکې د پلور عمومي مسئول ګدامحمد احراري نندارې ته د تولیداتو وړاندې کولو پر مهال وویل چې دغه فابریکه د برقي موټرسایکلونو او رېکشاوو د تولید او بستهبندۍ په موخه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې جوړه شوې ده. نوموړي څرګنده کړه چې دا مهال په دې فابریکه کې سل کسان په کار بوخت دي او هره ورځ پهکې څو ډوله رېکشې او موټرسایکلونه تولید او بستهبندي کېږي. د هغه پر وینا، کوم وسایط چې په دې فابریکه کې تولید او بستهبندي کېږي، د لږ لګښت لرونکي دي او د ډېر کار کولو وړتیا لري. د فابریکې مسئولین دغهراز وايي، دوی هڅه کوي د برقي وسایطو د عرضه کولو له لارې د چاپېریال د ککړتیا په کمولو کې ونډه ولري. ورته مهال، د هرات یو شمېر اوسېدونکي د رېکشو له ډېرېدو، د ګڼېګوڼې او د ښار د بېنظمۍ له امله شکایت لري.



