د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې پرون ۱۱۰۲ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې ۵۴۶ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۹۱ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۲۵ کورنۍ د نیمروز ورېښمو پله له لارې او۲۴۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. درې ورځې وړاندې هم، نږدې ۳۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې. له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو اېستل دوام لري او په دې وروستیو ورځو کې زیات شوي دي. بلخوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ له پاکستانه غوښتي، چې د کونړ د زلزلې له امله د افغان کډوالو د اېستلو بهیر وځنډوي.



