دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلخ کې د دولتي ټلویزیون فعالیت درول شوی

طالب چارواکو په بلخ ولایت کې د دولتي ټلویزیون فعالیت درولی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې لیکلي بلخ یوویشتم ولایت دی چې طالبان په کې د ټلویزیون فعالیتونه بندوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي په بلخ کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، چې له امله یې د یاد ولایت د ملي ټلوېزیون فعالیت درول شوی، د بیان د ازادۍ او آزادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی. په بلخ کې د ملي ټلوېزیون ولایتي څانګه اوس په راډیو بدله شوې. د خبریالانو د مرکز په بیان کې هغې غونډې ته اشاره شوې، چې په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا، سیمه ییز چارواکي له ویډیويي مرکو منع کړي دي. د طالبانو حکومت په ټلوېزیون کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز اعلان کړی او په ګڼو ولایتونو کې یې دا بندیز عملي کړی دی.

- Advertisment -spot_img