یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۶ میلیونه یورو ځانګړي کړل

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ويل،ي چې اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د زده کړو د ملاتړ لپاره شپږ میلیونه یورو مرسته کړې ده. دغه سازمان په یوه پیغام کې زیاته کړې، چې دا مرسته به له ښوونځي د محرومو او معلولیت لرونکو ماشومان ملاتړ وکړي. اروپايي ټولنې دغه راز ويلي چې د دې مرستې موخه دا ده، چې ډاډ ترلاسه شي، چې ماشومان باکیفیته او خوندي زده کړو ته لاسرسی لري. د دې ټولنې په وینا، دا مرسته به د ښوونځیو، کتابتونونو او لومړنیو زده کړو د مرکزونو پر جوړولو تمرکز وکړي. اروپايي ټولنې دغه هوکړه ليک د ماشومانو د ملاتړ له سازمان سره لاسلیک کړی دی. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي وو چې په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي له امله له زده کړو محروم دي.

- Advertisment -spot_img