دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه

د ملګرو امنیت شورا پر قطر د اسراییل د سې شنبې د ورځې مساله څیړي. دیپلوماتانو فرانس پریس اژانس ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه نن د سپتبمر ۹ مه د نیویارک په وخت د ماسپښین درې بجې پلان شوې ده. دا بیړنۍ غونډه په داسې وخت کې پلان شوې، چې پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس ډلې پر غونډه د اسراییل د الوتکو تر برید وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل،‌ قطر په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو په برخه کې خورا مثبت رول لوبولی. ګوترېش زیاته کړه چې دی د قطر د حاکمیت او د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې سرغړونه په کلکه غندي. بل لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په قطر کې د حماس ډلې په مشرتابه د اسرائیل برید “د تاسف وړ ” بللی، خو په ورته وخت کې یې ویلي چې دا حمله ممکن د “سولې لپاره فرصت” را منځ ته کړي. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې اسراییل ده ته له دې حملې وار له مخه خبر نه و ورکړی. نوموړي د امریکا د یوه متحد پرضد له دې بریده نارضایتي څرګنده کړه او خبریالانو ته یې وویل چې دی له ټول وضعیته خوښ نه دی. د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویت وایي چې د متحدو ایالتونو پوځ ولسمشر ټرمپ ته د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې خبر ورکړ چې د اسرائیل له لوري برید روان و، او ولسمشر ټرمپ سمدستي ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف ته امر وکړ چې قطریان له ممکنه برید څخه خبر کړي او هغه همداسې وکړل. د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې له برید ورسته ولسمشر ټرمپ د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو، سره هم خبرې وکړې. کارولین لیویت وویل: نتنیاهو ولسمشر ټرمپ ته ویلي، چې غواړي سمدستي سوله وکړي. د اغلې لیویت په وینا ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې دا د تاسف وړ پېښه کولی شي د سولې لپاره یو فرصت شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ د قطر له امیر او صدراعظم سره هم خبرې وکړې او له متحدو ایالتونو سره د هغوی د ملاتړ او ملګرتیا په خاطر یې مننه ترې وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا ډول پېښه به بیا تکرار نشي. اروپایي ټولنې هم په دوحه کې د اسراییل برید غندلی او هغه یې د نړیوال قانون او د قطر د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده..

- Advertisment -spot_img