دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ازبيکستان ښايي د افغان هوايي ځواک پخوانۍ الوتکې طالبانو ته وسپاري

د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د پخواني هوايي ځواک هغه څرخکې، چې د اشرف غني د حکومت له سقوط وروسته ازبيکستان ته انتقال شوې وې، ښایي په راتلونکو ورځو کې بېرته طالبانو ته وسپارل شي. د اشرف غني د جمهوري حکومت له سقوط وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال په اسد میاشت کې، یو شمېر الوتکې او هلیکوپترونه د هوايي ځواک پېلوټانو ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ازبکستان او تاجیکستان ته یووړې. په دغو الوتکو کې د Mi-17 او UH-60 هلیکوپترونه، او همدا راز د وزر لرونکو الوتکو ډولونه لکهPC-12، C-208 AC-208 او A-29 شامل وو. طالبانو څو ځله له ازبيکستان او تاجیکستان څخه غوښتنه کړې وه، چې دا الوتکې ورته وسپاري، خو دغو هېوادونو په رسمي ډول هیڅ ځواب نه و ورکړی. په ازبيکستان کې د امریکا سفیر مخکې ویلي وو، چې د یوې نوې هوکړې له مخې، د افغانستان د پخواني هوايي ځواک ۴۶ الوتکې او څرخکې به د ازبيکستان په واک کې پاتې شي. رسنیو ټینګار کړی، چې دا خبر تر اوسه په رسمي ډول نه دی تأیید شوی او د دغو هلیکوپترو د بېرته ستنولو کره نېټه هم نه ده معلومه. تر دې وړاندې، «پولتیکو» خپرونې په یوه راپور کې لیکلي و، چې د امریکا د حکومت سرچینو ویلي، واشنګټن له ازبيکستان او تاجیکستان سره په خبرو بوخت دی څو د هغوی د پوځي ملاتړ په توګه د افغانستان الوتکې او څرخکې وروبښي. د راپور له مخې، د افغانستان د اړیکو د حساسوالي او د روسیې د اقتصادي او پوځي نفوذ له امله، ازبیکستان او تاجيکستان تراوسه د امریکا د دې پرېکړې په اړه څه په ښکاره څه نه دي ویلي، خو د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي او د کانګرس یوه سلاکار ویلي، چې امریکايي چارواکي په پټه هڅه کوي له دغو الوتکو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي څو په هغه سیمه کې ځای پر ځای شي، چې د امریکا پوځ نور نه شته.

- Advertisment -spot_img