غزني کې طالب چارواکي خبر ورکړی، چې نن سهار د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس پټي دی. غزني د طالبانو د والي ویاند مولوي عزتالله سعیدي ویلي چې نن سهار شاوخوا لسنیمې بجې د دغه ولایت د مرکز اړوند د روضې کوتل سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافيکي پېښه شوې ده. هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې چې د ۵۸۰ مسافروړونکي او پاسو موټرو د ټکر له امله شوې، د پاسو ټول سپرلي چې څلور ماشومان، یوه ښځه او یو سړی دي، مړه شوي او د ۵۸۰ چلوونکی ټپي شوی دی. د نوموړي په خبره چې مړه شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي. سعیدي وویل چې امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته رسېدلي، مړي او ټپې یې د غزني حوزوي روغتون ته لېږدولي. هغه د پېښې علت د چلوونکو بېاحتیاطي او د قوانینو نه رعایت په ګوته کړي. د یادونې ده، تېره شپه هم په غزني کې د دوو نورو ترافیکي پېښو له امله پنځو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.



