بېپولې خبریالانو (RSF) د طالبانو لهخوا د افغان خبریالانو پرلهپسې ځورونې غندلې او له دریمو هېوادونو یې غوښتي چې هغوی له غچ اخیستنې وژغوري. مارتین رو، د RSF د بحراني چارو مشر، ویلي چې افغان خبریالان، که په کور دننه وي او که په جلاوطنۍ کې، هره ورځ له ګواښ، نیولو او شکنجې سره مخ دي. هغه زیاته کړې: «نړۍ باید د خبریالانو د اخراج یا شړلو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي، او باید د ویزو په ورکولو سره لازم ملاتړ برابر کړي.» د دې ادارې د راپور له مخې، یو شمېر افغان خبریالان په پاکستان کې له جبري شړلو سره مخ شوي دي. د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۱۳ خبریالان افغانستان ته بېرته استول شوي، په داسې حال کې چې د دوی د ویزې غوښتنې لا هم تر ارزونې لاندې وې. په همدې حال کې، ملګرو ملتونو په یو راپور کې چې عنوان یې «هیڅ خوندي ځای نشته» دی، خبرداری ورکړی چې بېرته ستانه شوي خبریالان په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو له خطر سره مخ دي. د دې ادارې په وینا، یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې، شاوخوا درې میلیونه افغانان، چې زیاتره له پاکستان او ایران څخه دي، بېرته ستنول کېږي، چې نږدې ۱۰۰ خبریالان هم پکې شامل دي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې، بېپولې خبریالانو ۶۵۴ افغان خبریالانو ته مرسته کړې، چې ۸۶ سلنهیې له هېواده وتلي دي. له دې ډلې ۱۶۹ تنه په فرانسه کې مېشت شوي او یو شمېر لا هم په رسنیزه برخه کې کار کوي.



