جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان، پاکستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ شل‌اوریزه لوبلړۍ ترسره کېږي

د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال په نومبر میاشت کې نړۍواله شل‌اوریزه لوبلړۍ ترسره کېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان کرېکټ ملي لوبډله د پاکستان په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ په شل‌اوریزه لوبلړۍ کې ګډون کوي. خبرپاڼه کې راغلي چې یادې سیالۍ به د روان ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۷مه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به دوام ولري. سرچینې لیکلي، د یادو سیالیو لومړی لوبه به د نومبر په ۱۷مه د راولپنډۍ په کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي. کرېکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د نومبر په ۱۹مه له سریلانکا سره، درېیمه لوبه به د نومبر په ۲۳مه له پاکستان او څلورمه به د همدې میاشتې په ۲۵مه له سریلانکا سره ترسره کړي. سرچینې زیاته کړې چې د یادو سیالیو پایلوبه به د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ د نومبر میاشتې په ۲۹مه د لاهور په قذافي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي. په دغه راپور کې د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب‌خان له قوله لیکل شوي: «دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د راتلونکي کال د شل‌اوریز نړۍوال جام لپاره هم د درې واړو هېوادونو لپاره یو بشپړ چمتووالی دی او زه هیله‌من چې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي او هېوادوال به مو له یادو سیالیو خوند واخلي.» د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به په راتلونکي اکټوبر کې د افغانستان په کوربه‌توب د بنګله‌دېش لوبډلې پر وړاندې درې شل‌اوریزې او درې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img