پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګري ملتونه کندهار کې ۱۰۰ شنې خونې جوړوي

کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د سلو شنو خونو جوړولو چارې پیل شوې. د یاد ریاست ویاند محمدحنیف حقمل ویلي، دغه شنې خونې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (یواېن‌ډي‌پي) له خوا د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي. هغه زیاته کړه چې په ټول کې د ۱۲ میلیون او ۱۶۶ زره افغانیو په لګښت سل شنې خونې جوړېږي. د نوموړي په خبره، دغه پروژې د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کولو، د کوکنارو لپاره د معیشت بدیل برابرولو، د ژمي موسم کې د سبو تولید ته د ودې ورکولو او د بزګرانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه جوړېږي. هغه وویل: «د سروې، نوم‌لیکنې او مستحقو بزګرانو د انتخاب پروسه بشپړه شوې ده؛ اوس به شنې خونې د کندهار ښار او د دامان، تخته‌پل، ارغستان، سپین‌بولدک، پنجوايي، ارغنداب، معروف، ژېړۍ، خاکرېز، لوړ شاه‌ولیکوټ او کوز شاه‌ولیکوټ ولسوالیو کې جوړې شي.» د حقمل پر وینا، هره شنه خونه به د اوبو پر یوه لویه زېرمه، سولري برېښنا، د اوبو ماشین او اوبو مدیریت پر منظم سیسټم سمبال وي. د ژېړۍ ولسوالۍ یوه بزګر عبدالصمد پژواک ته وویل: «موږ ډېر خوښ یو چې دا ډول مرسته کېږي. له دې سره به موږ وکولای شو چې په ژمي کې هم سبزیجات تولید کړو او بازار ته یې وړاندې کړو.» دغه راز، د همدې ولسوالۍ یو بل بزګر نعمت‌الله وایي چې شنې خونې د دوی د کرنې لپاره یوه نوې او اغېزناکه لاره ده. هغه زیاته کړه: «دا د ښې او ګټورې کرنې یو پیل دی، موږ به کافي ګټه ترې واخلو، خو غوښتنه مو دا ده چې د اوبو د مهار برخه کې هم مرسته وشي؛ ځکه د ډېرو ولسوالیو کرنه اوس د اوبو د کمښت له امله زیانمنه شوې ده.» د یاد ریاست چارواکي وايي چې د دې پروژې ترڅنګ د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ موسسې په تخنیکي همکارۍ، د نېښ او میوند ولسوالیو لپاره هم د لسو شنو خونو جوړولو سروې پیل شوې ده.

- Advertisment -spot_img