په اسلاماباد کې د امریکا سفارت اعلان وکړ، چې سېلابځپلو سره د مرستې لپاره، د دوی پوځي الوتکو پاکستاني پوځ ته اکمالات رسولي دي. په اسلاماباد کې د امریکا سفارت نن(شنبه، د سپټمبر ۶مه) اعلان کړی، چې د دوی پوځي الوتکو پاکستاني پوځ ته اکمالات رسولي دي. ترڅو د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شوي زیان سره مقابله کې مرسته وکړي. په اسلاماباد ویلي، د پاکستان پوځ ته پوځي تجهیزات رسېدلي دي، خو د تجهیزاتو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي او د راولپنډۍ په نور خان هوايي اډه کې امریکایي چارواکو هم د پاکستاني چارواکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. امریکا همدا راز ویلي، په پاکستان کې د سېلابځپلو سره د مرستې سربېره، امریکا له اسلاماباد سره د اقتصادي او امنیتي همکاریو په اړه تړونونه لري. باید وویل شي چې د واشنګټن اړیکې اوس له اسلاماباد سره د پام وړ پراخې شوې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیاځلي واکمنېدو څخه تراوسه د پاکستان د پوځ مشر دوه ځلي له نوموړي سره کتلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په بهرني سیاست کې د ترمپ اړیکې له هند سره مخ پر ځوړ دي، امریکا د هند پر توکو ترفع زیاته کړه، او هند د دې کار په بدل کې د تېلو قرارداد له روسیې سره پراخ کړ.



