د افغانستان له ۲۳ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د کویټ پر وړاندې ترسره کوي. د افغانستان له ۲۳ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام مقدماتي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه جاپان ته بایللې او ټاکل شوې چې نن په دغو سیالیو کې له کویټ سره دویمه لوبه ترسره کړي. د افغانستان او کویټ لوبډلو ترمنځ لوبه په میانمار هېواد کې ترسره کېږي چې د افغانستان پر وخت به د مازدیګر پنځه بجې پیل شي. د یادونې ده، افغانستان د دغو سياليو په «B» ګروپ کې له کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره لوبېږي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)