شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د «روزا اوتنبایوا» ماموریت پای ته ورسېد

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اتنبایوا پرون جمعه د طالبانو له ځینو چارواکو سره د مخې‌ښې په لیدنه کې په افغانستان کې خپل ماموریت رسماً پای ته رسولی دی. مېرمن اوتنبایوا پرون د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره د مخې‌ښې لیدنه کړې ده. د طالبانو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د هڅو ستاینه وکړه او میرمن اوتونبایوا هم د زلزلې قربانیانو سره د مرستې په ګډون له افغانستان سره د بشري مرستو په اړتیا ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د سپتمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي، او تمه کیږي چې روزا اوتونبایوا به په دې غونډه کې د افغانستان په اړه وروستی راپور وړاندې کړي. مېرمن اوتونبایوا د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه. هغه مخکې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د قرغزستان ولسمشره وه. د هغه ماموریت په داسې حال کې پای ته رسیږي چې افغانستان لا هم د پراخې بې وزلۍ او د کډوالۍ له بحران سره لاس او ګریوان دی.

- Advertisment -spot_img