جمعه, دسمبر 5, 2025
جمعه, دسمبر 5, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائيل: د غزې اوسېدونکي دې سوېل ته لاړ شي

د اسرائیل پوځ د غزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د غزې ښار د مرکز پر لور روان دي او هغوی دې ژر خپل کورونه پرېږدي او سوېل ته دې لاړ شي. رویټرز خبري اژانس شنبه د سپټمبر پر ۶مه راپور ورکړی چې دا خبرداری د غزې پر شمالي برخو له څو اوونیو بریدونو وروسته صادر شوی دی. د راپور له مخې، دا عملیات د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په امر د غزې د نیولو لپاره کېږي. د راپور له مخې، نتنیاهو ویلي چې د غزې ښار د حماس اصلي ځای دی او ولکه پرې د دغه غورځنګ د ماتولو لپاره اړینه ده. د نتنیاهو په دې اقدام سره به زرګونه فلسطیني وګړي چې په ښار کې یې پناه اخیستې، بیا بې‌ځایه شي. د راپور په حواله، اسرائیلي پوځ ادعا کړې چې اوس د غزې تړانګې شاوخوا ۷۵ سلنه او د غزې ښار نیمايي تر ولکې لاندې لري. له دې سره هممهاله د اسرائیلي پوځ ویاند اعلان کړی چې په خان یونس کې یې یو ځای د بې‌ځایه شویو لپاره «بشري سیمه» ټاکلې ده. د اسرائیل له خوا غزې ښار د مرکز پر لور پرمختګ او د اوسېدونکو د تخلیې امر د سیمې او نړۍ د هېوادونو او همداراز د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

- Advertisment -spot_img