اروپايي ټولنې پرون ګوګل کمپنۍ «د سیالۍ د قوانینو د ماتولو» او خپلو ډیجېټلي اعلانونو ته د لومړیتوب ورکولو په تور پر ۲ میلیارده او ۹۵۰ میلیون یورو (۳.۵ میلیارد ډالرو) جریمه کړه؛ دې محومیت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، توند غبرګون وپاروه. د اروپايي ټولنې کمېسیون – چې د ۲۷ غړو هېوادونو اجرایي اداره او د انحصارضد قوانینو اصلي پلي کوونکی دی – د جریمې تر څنګ پر ګوګل غږ کړی، چې خپلې «خپلسرې کړنې» پای ته ورسوي او د «د ګټو د ټکر» د مخنیوي لپاره په ډیجېټلي اعلانونو کې لازم ګامونه واخلي. یوازې څو ساعته وروسته له دې پرېکړې، ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل کې ولیکل: «اروپا نن یو بل لوی امریکایي شرکت، ګوګل، په ۳.۵ میلیارد ډالره جریمې “مجازات” کړ، او په حقیقت کې هغه پیسې یې واخیستې چې په امریکا کې یې د پانګونې او د کارونو د رامنځته کولو لپاره لګولی شوای.» هغه دا اقدام «ډېر ناعادلانه» وباله او خبرداری یې ورکړ، چې که دا جریمه لغوه نه شي، پر اروپا به غچ اخیستونکې تعرفې ولګوي. ټرمپ دا جریمه د امریکایي شرکتونو پر وړاندې د ورته دوسیو دوام وباله او د اپل د ۲۰۱۶ قضیه یې مثال وګرځاوه؛ هغه مهال چې بروکسل اپل اړ کړ چې ۱۳ میلیارد یورو له سود سره بیرته ایرلنډ ته ورکړي. ټرمپ ټینګار وکړ: «هغوی باید خپلې پیسې بېرته واخلي، که نه زه به د غچ اخیستونکو تعرفو د لګولو بهیر پیل کړم.» ټرمپ دا دریځ یوازې یوه ورځ وروسته له هغه څرګند کړ، چې ده د ګوګل د اجرایي رئیس ساندار پیچای او سرګي برین، چې د دې شرکت له بنسټاېښودونکو څخه دی – په شمول د ټکنالوژۍ مخکښ مشران په سپینه ماڼۍ کې ماښامنۍ ته مېلمانه کړل. دا څلورم ځل دی، چې د اروپايي ټولنې کمېسیون ګوګل د انحصارضد دوسیو له امله په میلیاردونو یورو جریمه کوي. کمېسیون ویلي تحقیقات یې ښیي چې ګوګل د خپلو اعلانونو په ګټه، د سیالانو او خپرونکو پر تاوان، له خپل قدرته ناوړه ګټه اخیستې ده.



