واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د سریلانکا ختیځ کي د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو له امله ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. راپور د سیمهییزو پولیسو د ویاند فریډریک ووټلر له قوله لیکلي، چې د سریلانکا په یوه غرنۍ سیمه کې یو مسافروړونکی بس له سړکه وتلی او یوې کندې ته لویدلی چې له امله یې ۱۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. سرچینې ویلي چې دا پېښه تېره شپه د ویلاوایا ښار ته نږدي د پلازمینې کولمبو د ختیځ ته په ۲۸۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په تېره غویي میاشت کې هم د سریلانکا کوټمال ښار ته نږدې د یوه مسافروړونکي بس د چپه کېدو پېښه کې ۲۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپيان شوي وو.



