شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کونړ کې ځینې سیمې سخته لوږه ګالي

د کونړ ولایت ځایي سرچینې او اوسېدونکي وایي، چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې خلک له سختې لوږې سره مخ دي او تر اوسه مرستې نه دي رسېدلي. د سرچینو په وینا، د نورګل ولسوالۍ او د مزار درې د ماما ګل سیمې اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي. د هغوی په خبره، تراوسه دغه سیمو ته هېڅ ډول خوراکي توکي نه دي رسېدلي. یو ځایي روغتیايي کارکوونکي رسنیو ته ویلي: “اوس مهال هېڅ ډول خوراکي امکانات نه شته. خلک د یوې مړۍ ډوډۍ پسې سرګردانه دي او وېره شته، چې که ژر مرسته ونه رسېږي، ګڼ کسان به د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.” سرچینې ټینګار کوي، که په وخت د مرستې لومړني امکانات برابر نه شي او د تګ راتګ لارې بندې وي ، نو د امکاناتو د نشتوالي له امله یو بل ناورین رامنځته کېدلی شي. تر اوسه پورې د یادو ادعاوو په اړه طالب چارواکو څه نه دي ویلي.

- Advertisment -spot_img