جمعه, دسمبر 5, 2025
جمعه, دسمبر 5, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نن مازديګر افغان فوټبالران له جاپان سره لوبه لري

د افغانستان له ۲۳ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له جاپان سره خپله لومړی لوبه ترسره کوي. د ۲۰۲۶ له ۲۳ کلونو کم‌عمره ځوانانو فوټبال اسیا جام غوراوي سیالۍ نن پیلېږي چې افغانستان به خپله لومړی لوبه د جاپان پر وړاندې ترسره کړي. د افغانستان او جاپان لوبډلو ترمنځ لوبه په میانمار هېواد کې ترسره کېږي چې د افغانستان پر وخت به د مازدیګر پنځه بجې پیل شي. په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې برخه لري. د یادونې ده، افغانستان د دغو سياليو په «B» ګروپ کې له کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره لوبېږي. د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ؛ افغان لوبډله نن د ایران پر وړاندې لوبه کوي،د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د دوستانه لوبو ترسره کولو په موخه بنگله‌دېش ته ولاړه، د افغانستان د فوټبال له شلو ‌کلونو کم‌عمره ملي لوبډله نن له فلسطین سره لوبه کوي.

- Advertisment -spot_img