شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائيلي پوځ د غزې د بشپړې کلابندۍ ادعا کړې

د غزې ښار په شمال کې د اسراییلي ځواکونو د بمبارۍ له دوام سره هم‌مهاله د اسراییلو امنیتي سرچینو اعلان کړی چې پوځ د غزې ښار په بشپړ ډول کلابند کړی دی. د «اسراییل ۱۲ کانال» تلویزیون د راپور له مخې، د پوځ د اټکلونو پربنسټ د غزې ښار بشپړ نیول به یو چټک بهیر نه‌وي. په ورته وخت کې، فلسطیني طبي سرچینو ویلي، یوازې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په غزه کې ۱۱۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د وژل شویو کسانو په منځ کې ۲۴ هغه یې، د بشردوستانه مرستو لپاره ولاړ وو او دوه خبریالان «رسمی سالم» او «ایمن هنیه» هم شامل دي. سرچینې زیاتوي، اسراییلي پوځ د هستوګنیزو کورونو او د بې‌ځایه شویو خېمو باندې هوايي او توپچي بریدونه ډېر کړي او د ځمکنۍ جګړې عملیات هم د ۳۰مې ورځې لپاره روان دي. د ښار اوسېدونکي د غزې سوېلي برخو ته د تګ په حال کې دي، خو د مرستندویه سازمانونو په وینا، په سیمه کې هېڅ خوندي ځای شتون نه‌لري. له دې وړاندې، نږدې ۵۰زره احتیاطي سرتېري د غزې د جګړې لپاره رابلل شوي وو او د اسراییلي چارواکو په خبره، ډېر ژر به نور پوځیان هم احضار شي. یسرائیل کاتس، د اسراییلو د دفاع وزیر، د اګست په وروستیو کې د پوځ له هغې طرحې سره موافقه کړې وه چې له مخې یې، د غزې پر ښار برید او د شاوخوا ۶۰زره احتیاطي سرتېرو رابلل شامل وو. تېره اوونۍ پوځ غزه «خطرناکه جنګي سیمه» بللې وه او ویلي یې وو چې د ښار بشپړه تخلیه «حتمي» ده، خو د سره صلیب نړیوالې کمېټې دا پلان «ناممکن او غیرعملي» ګڼلی و.

- Advertisment -spot_img