نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د سوډان په جنوب کې تر سخت اورښت وروسته د ځمکې ښویېدو له امله ۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي، د راپورونو له مخې چې دا پېښه پرون د جنوبي سوډان په «دارفور» سیمه کې شوې او یو کلی په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. په راپورونو کې ویل شوي چې له دې مرګونې طبیعي پېښې یوازې یو کس ژوندی پاتې شوی او شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو په کې ژوند بایللی دی. په ورته وخت کې د سوډان حکومتي لورو له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده. ویل کېږي چې دا مرګونې پېښه په دې غرنۍ سیمه کې له سخت اورښت وروسته شوې ده. سوډان کې دا خونړۍ پېښه داسې مهال کېږي چې هلته له تېرو دوو کلونو راهیسې کورنۍ جګړې هم زور اخیستی او په ځپلشوې سیمه کې تر ډېره له یادې جګړې پناغوښتونکي مېشت شوي وو. د ویلو ده چې په سوډان کې تر دې مخکې هم د ورته خونړیو طبیعي پېښو له امله سلګونو کسانو ژوند بایللی و.



