د جوزجان ځايي مسئولین وایي، د یاد ولایت په «آقچې» ولسوالۍ کې د بلخ – جوزجان په لاره د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان مړه، څلور نور ټپيان شوي دي. د ياد ولایت د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې دا پېښه تېره شپه د آقچې ولسوالۍ په «چکش» سیمه کې د یو موټر د چپهکېدو له امله شوې ده. مسئولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده. له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي. د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینهوو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي. بلخوا طالب چارواکو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري. څو ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه بېړنۍ غونډه هم کړې وه او د ترافیکو لوی ریاست په هېواد کې په بېاسناده «چپلاس» موټرو بندیز هم لګولی دی.



