دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کرېکټ بورډ او د ملي لوبډلې لوبغاړو له زلزله‌ځپلو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې

د افغانستان د کرېکټ بورډ، د ملي لوبډلې د شل اووریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان، رحمن‌الله ګربز، نوین الحق او ګڼ نورو لوبغاړو د تېرې شپې زلزلې له امله د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له حکومت، مرستندویه ادارو او سوداګرو څخه یې د قربانیانو کورنیو سره د بېړنۍ مرستو غوښتنه کړې ده. راشد پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي: «په تاسف سره خبر شوم چې زلزلې د کونړ په او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. زه زیانمنو شویو کورنیو ته دعا کوم او له شتمنو او ټولو هېوادوالو غواړم چې په دې سخته ورځ کې د خپلو زیانمنو شویو هېوادوالو لاس ونیسي. الله دې خپل رحم وکړي.» له دې سره د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي:« له بده مرغه په دغه پېښه کې زموږ ګڼو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي او په رښتیا هم دا یوه ستره غمیزه ده. اداره په دې سختو حالاتو کې د کونړ او ټولو ختیځو ولایتونو له غم ځپلو کورنیو سره په دغه غم کې شریکه ده او ټولو ته د ډاډګېرنې او همدردۍ مراتب وړاندې کوي.» کرېکټ بورډ همدا راز له ټولو ملي پانګوالو، سوداګرو او شتمنو څخه غوښتي چې د کونړ او ختیځو ولایتونو له زیانمنو کورنیو سره په دغه سخت حالت کې مرسته وکړي. تېره شپه د افغانستان ختیځ ولایتونه د زلزلې خونړیو ټکانونو ولړزول چې له امله یې په کونړ ډېره مرګ‌ژوبله واوښته. د ویلو ده چې د دې زلزلې ټکانونو پلازمېنه کابل او هاخوا د خیبر پښتونخوا ځینې سیمې هم لړزولې دي.

- Advertisment -spot_img