شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بغلان کې د غوري سمنټو د تولید سترې فابریکې پرانیسته کېږي

د طالبانو مرستیال ویاند وایي چې نن به په هېواد کې د سمنټو د تولید ستره فابریکه پرانیستل شي. حمدالله فطرت په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې فابریکې د پرانیستې مراسم به د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په شتون کې ترسره شي. د نوموړي پر وینا، دا لومړی ځل دی چې دغه ډول فابریکه په هېواد کې په ملي بودیجه جوړېږي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ستره ونډه اخلي. د طالبانو مرستیال ویاند همدا راز لیکلي: “د دې فابریکې له ۳۰ تر ۵۰ سلنه وسایل په هېواد کې دننه، د ملي پراختیا شرکت په فابریکو کې تولیدېږي، چې دا د ملي تولید او اقتصادي ځان بسیاینې یوه ښکاره نښه ده“ د ویلو ده چې د سمنټو دا فابریکه به په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه تولید ظرفیت ولري، او اسلامي امارت د سمنټو له اړخه پرځان بسیاینې په برخه کې مهمه بللې ده. حمدالله فطرت دا نه دي لیکلي چې د دې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې به د طالبانو کوم لوړپوړي چارواکي ګډون ولري.

    - Advertisment -spot_img