په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مشره استازې فلیپا کندلر، د ډې نیوز انټرنشنل په یوه تفصیلي لیکنه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.کندلر لیکلي، چې د ۲۰۲۵ د جون پر ۳۰مه د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د راجستر کېدو «ثبت کارتونه » په رسمي ډول پای ته ورسول، چې په مستقیم ډول د ۱.۴ میلیونه سند لرونکو افغان کډوالو راتلونکی یې له خطر سره مخامخ کړی دی. نوموړې ټینګار کړی، چې دا کسان ناقانونه کډوال نه دي، ځکه چې د هغوی استوګنه د پاکستان دولت په رسمي اجازه، د ملګرو ملتونو په همکارۍ او د کلونو په اوږدو کې د کارتونو د تمدید له لارې مشروع ګڼل شوې ده.د کندلر پر وینا، د یوه سند پای ته رسېدل د یو انسان حیثیت نه ختموي. هغې پوښتنه کړې: «که د یوه پاکستاني تابعیت کارت (CNIC) ختم شي، ایا هغه نور پاکستانی نه ویل کېږي؟»د کندلر په لیکنه کې راغلي، چې د اګست تر ۳۱مې وروسته، کله چې د یوې میاشتې داوطلبانه ستنېدنې موده پای ته ورسېږي، افغان کډوال به د ناقانونه بهرنیانو د ستنېدنې پلان له مخې نیول کېږي، توقیفېږي او جبراً به افغانستان ته ستنېږي. هغې دا اقدام نه یوازې له قانوني اړخه، بلکې له اخلاقي اړخه هم د پوښتنې وړ وباله. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازې په لیکنه کې ټینګار کړی، چې د کډوالو د بېرته ستنېدنې پروسه باید د کرامت، قانوني بهیر او رضاکارانه پرېکړې پر اساس ترسره شي. هغې خبرداری ورکړی، چې د PoR لرونکو جبري ایستل د نړیوالو اصولو او بشري حقونو سره په ټکر کې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشرې استازې په پای کې لیکلي، چې پاکستان اړ نه دی د خپل حاکمیت او د کډوالو د خوندیتوب ترمنځ یو انتخاب وکړي، بلکې دواړه ارزښتونه په ګډه خوندي کولای شي.



