بلخ کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه تنکي ځوان د ښکاري توپک په وسیله ځانوژنه کړې ده. د بلخ د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ۱۷ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد تنکي ځوان خپل ځان د ښکاري توپک په ډز وژلی دی. سرچینې ویلي چې د یادې پېښې لامل او انګېزه تر اوسه معلوم نه دي خو د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي څو د پېښې لامل روښانه شي. دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وايي، ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هيڅوک باید د ژوند د ستونزو له امله ځانوژنه ونه کړي.



