په مزارشریف ښار کې د «بلخ کانټینینتال» په نوم یو معیاري او عصري د واده هوټل د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی. د دې هوټل عمومي مسئول حفیظ طاهري ويلي چې د یادې پروژې موخه د ځوانانو د اړتیاوو پوره کول او د کورنیو اقتصادي ستونزو په پام کې نیول دي. نوموړی زیاتوي چې په دې هوټل کې به په وړیا توګه بېوزلو کورنیو د ملاتړ په موخه د واده ډلهییز مراسم نیول کېږي. طاهري وویل: «ډېر ځوانان د مالي ستونزو له امله کلونه واده ته انتظار باسي او د خپل نوي ژوند د پیل مراسمو توان نهلري. موږ ژمن یو چې هر کال د ځوانانو ډلهییز او وړیا ودونه برابر کړو.» ځايي اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او ټینګار کوي چې د ګډو ودو مراسم دود کول کولای شي، د کورنیو پر اوږو درانه لګښتونه کم کړي. د طاهري پر وینا، په دې هوټل کې د ۱۲۰ څخه ډېرو ښځو او نارینهوو ته دندې هم برابرې شوې دي. یاد هوټل په داسې حال کې فعالیت پیلوي، چې په وروستیو کلونو کې په بلخ او نورو ولایتونو کې د هوټل جوړونې صنعت د پام وړ وده کړې ده.



