د روسیې د امنیت شورا سلاکار، سرګئي شویګو وایي چې له وروستیو کلونو راهیسې په افغانستان کې د نشهيي توکو تولید کم شوی، خو په وینا یې له یاد هېواد څخه د دغو توکو د تولید وضعیت لا هم پېچلی دی. سرګئي شویګو ویلي چې دا مهال په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې ښه مبارزه شوې، خو له افغانستانه د نشهيي توکو د قاچاق په برخه کې اندېښنې شته. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې چې سرګئي شویګو په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې روانه مبارزه ستایلې ده. بلخوا طالبانو بیا په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید، قاچاق او کارونې پر وړاندې جدي مبارزه شوې او په دې برخه کې روان وضعیت صفر ته ټیټ شوی دی. د روسیې د امنیت شورا سلاکار همدا راز ویلي چې افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د مېتامفیتامینو د نیونو کچه ۷۵ سلنه لوړه شوې ده. له دې مخکې یو شمېر نورو هېوادونو هم له افغانستانه د نشهيي توکو د قاچاق پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې یې د هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار کړی و.



