په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي چې د پلازمېنې کابل په ګډون په افغانستان کې د اوبو کمښت د ژوند پر هر اړخ منفي اغېز کوي او دوی دې ستونزې ته د رسېدنې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي. اروپايي ټولنې په افغانستان، په ځانګړې توګه په کابل کې د اوبو کمښت جدي ستونزه بللې ده او ژمنتیا یې څرګنده کړې، چې دا بنسټ به له افغان شریکانو سره په دې برخه کې همکاري کوي. دوی همدا راز لیکلي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پروژې د کرنې، له اقلیمي بدلون سره مبارزې، اوبو، روغتیا، د خوړو خوندیتوب او راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې په برخه کې ځانګړې شوې دي. له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي وو چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې دا مهال له دوه میلیارد ډېر خلک د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخ دي. په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهانو د کابل تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې پر ټیټېدو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی و چې څو کلونه وروسته به کابل یوازینی عصري ښار وي چې خپلې اوبه به نه لري.



