د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې په روان زېږدیز کال کې له ایران او پاکستانه ۲.۳ میلیونه افغان کډوال اېستل شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان ټینګار کړی چې نړۍ په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه مخ نه شي اړولای. د دغه سازمان پر وینا، ډېری دا کسان په سختو شرایطو کې هغه هېواد ته ستانه شوي چې د دوی د منلو لپاره چمتو نه دی. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی و، چې کډوال هغه هېواد ته ستنېږي چې واکمنان یې د بشري حقونو په نقض تورن دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د سپټمبر لومړۍ د څه باندې یو میلیون هغو افغان کډوالو د اېستلو لپاره وروستی نیټه ټاکلی، چې د لنډمهالې استوګنې کارتونه یې باطل شوي دي. مرستندویه بنسټونو تل خبرداری ورکړی، چې ستنېدونکي کسان د سرپناه، کار، بې وزلۍ او ښوونیزو او فردي محدودیتونو په څېر ستونزو سره مخ کېږي.



