افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، ملي لوبډلې ته یې د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې پخوانی الرونډر «جان موني» د ډګرساتنې د نوي روزونکي او د استرالیایي «نیرملان تنابالزینګم» یې د نوي فیزیوتراپېسټ یا ډاکټر په توګه وګماره. افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه ویلي، دواړه روزونکي اوس د روان تمریناتي کمپ لپاره لوبډلې سره یو ځای شوي او راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره به هم د هېواد ملي لوبدلې سره یو ځای وي. د بورډ د معلوماتو له مخې، جان موني د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د۹۱ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې او د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په درې نړیوالو جامونو او همد راز د شل اووریزو سیالیو په دوو نړیوالو جامونو کې د دغه هېواد په ګټه لوبېدلی دی. باید وویل شي چې موني له دې وړاندې په ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ کلونو کې هم د افغانستان ملي لوبډلې د ډګرساتنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه په ۲۰۱۹ کال کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونګی هم پاتې شوی دی. له دې سره نیرملان تنابالازینګم په ۲۰۱۰ کال کې د استرالیا له سیډني پوهنتون څخه د فیزیوتراپۍ په برخه کې د ماسترۍ او په ۲۰۰۸م کال کې له همدې پوهنتون څخه د ورزشي او فزیکي تمریناتو په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړی او د استرالیا د فزیوتراپۍ ادارې او د دعه هېواد فزیوتراپۍ ټولنې فعال غړی هم پاتې شوی دی. نوموړی د متحده عربي او سریلانکا لوبډلې روزونکی هم و. باید وویل شي چې افغان لوبډله اوس په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان او اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزې لوبلړۍ او د ۲۰۲۵م کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه پر تمریناتو بوخته ده.



